About Us

Home/About Us
About Us 2020-09-25T08:12:20+00:00

 

خان سټيل د اوسپنې ویلي کولو فابریکه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې کابل کې جوړه او د فعالیت جواز يې تر لاسه کړ.
پر خان سټيل شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره پانگونه شوې چې او دا په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو تر ټولو لویه فابریکه ده چې په نړیوال سټنډرد برابر سیخ تولیدوي.
د فابریکې له جوړېدو لویه موخه داده چې په افغانستان کې د ساختمان سکتور ته د اړتیا وړ سیخ او نورو اوسپنیزو توکو برابر او تر څنگ یې افغانستان په دې برخه کې د نورو له احتیاجه خلاص شي.
د بهرنیو او کورنیو انجنیرانو په مرسته تر دوه کاله پرله پسې کار وروسته خان سټیل د ۲۰۱۷ په اگسټ کې تولید پيل کړ، چې هره ورځ په یوه کاري شفټ کې د ۲۰۰ ټنه سیخ د تولید وړتیا لري.
د خان سټیل ماشینري او تکنالوژي خورا حساسه او عصري ده او دا په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو برابره یوازینۍ فابریکه ده.
د نړۍ په مشهورو فابریکو کې ازمویل شوې ماشینري او تکنالوژي تر اوږدو اروزونو وروسته خان سټیل ته راوړل شوې ده.
فابریکه اته لویې برخې لري، چې د اوسپنې له ټوټه او بسته بندۍ پيلیږي او د تولید شوي سیخ په بنډل کولو سره پای ته رسیږي.
په خان سټيل کې شاوخوا پنځه سوه کسان په بېلا بېلو برخو کې کار کوي او گڼو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول هم کاري زمینه برابره شوې ده.
معیارونه:
په خان سټیل کې کارول شوې ماشینري د پي ال سي سیستم په مرسته لگول شوې او په بشپړ ډول اتوماتیک او کمپوټري ده.
دې کار په تولیدي په ځانگړي ډول د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې بشري ځواک ته متوجه احتمالي گواښ صفر او ډاډمنه فضا رامنځ ته کړې ده.
د دې ماشینرۍ په مرسته د کار سرعت څو چنده شوی او کیفیت هم ورسره پورته تللی دی.
د افغانستان د نورم او سټنډرد ادارې تر څنگ خان سټيل په سټنډرد نړیوال سازمان کې هم ثبت او راجستر شوې او هغه معیارونه یې ټول پوره کړي، چې د نړۍ مشهورې فابریکې یې لري.
کیفیت:
په خان سټیل کې لومړیتوب کیفیت ته ورکول کیږي، ځکه د افغانستان د کورني تولید د ودې لپاره تر ټولو لومړی او اړین گام دادی چې خلک پر خپل تولید باوري او د پير پر مهال ډاډه وي.
هغه لابراتوارونه چې داغمه اوسپنې او تازه تولید شوی سیخ پرې اروزل کیږي د سیمې په ډیرو هېوادونو کې ساری نه لري او په ټولو نړیوالو معیارونو برابر دي.
د فابریکې د بنسټ له ډبرې بیا د تولید تر ورځې په هره برخه د افغان او بهرنیو انجینرانو تر څنگ گڼو لوړ پوړو افغان چارواکو هم څار کړی او د فابریکې د رغېدو چارې یې ستایلې دي.
د چاپيریال د ککړتیا مخنیوی:
په فابریکه کې داغمه اوسپنې ته د سانتي گرید تر ۱۶۵۰ درجو حرارت ورکول کیږي تر څو اوسپنه ویلي او د تولید لپاره چمتو شي، چې په طبیعي ډول ډیر لږ یا یو اندازه لوگی د ویلي کېدو د پروسې پرمهال تولیدیږي، چې د همدې لوگي د تصفیې یا پاکونې لپاره ځانگړی سیستم لگول شوی دی.
د فابریکې د فرنس په برخه کی د لوگی د تصفیه کولو دستگاه لگول شوې، چې ټول تولید شوی لوگی را ټولوي او بیا یې تصفیه کوي.
دا کار د چاپيریال ساتنې په برخه کې خورا مهم گام دی، چې له بده مرغه په افغانستان کې ډیرو تولیدي فابریکو ورته پام نه دی کړی.
د لوگي د تصفیې دا سیستم د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په تولیدي فابریکو کې کاریږي او له همغو څخه په الهام دا سیستم خان سټيل ته راوړل شوی دی

error: Content is protected !!